د سپین بولدک پېښه؛ بشرحقونو سازمان: کافي اسناد شته چې طالبانو ځینې کسان وژلي

د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ

د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې دولتي چارواکو او امنیتي ځواکونو ته د ځیني نېږدې کسانو د وژلو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

‎دغې ادارې د یو خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې طالبانو د سپین بولدک بندر تر نیولو وروسته د خلکو کورونه لټولي او شااوخوا ۳۰۰ کسان یې نیولي دي. ‎ویل کېږي چې ‌‌‌‌‌‌ډېری یې دولتي کارکوونکو ته نېږدې کسان او خپلوان دي.

‎د دغې خبرپاڼې له مخې د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان د اسیا برخې د مرستیالې پاتریشیا ګاسمن ویلي: "سره له دې چې طالب مشرانو له هر ‌‌‌‌‌‌ډول ناوړه ګټې اخیستنې د پړې انکار کړی، خو د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې له کورونو په خپل سر د خلکو د ایستلو او نیولو په اړه په کافي اندازه اسناد او شواهد شته."

‎مېرمن ګاسمن ویلي، ژورې اندېښنې شته چې ښایي طالبان کندهار کې له امنیتي ځواکونو او دولت سره جګړه کې په ‌‌‌‌‌‌ډېرو نورو جنایتونو هم لاس پورې کړي.‎

د بشر حقونو د څار د نړیوال سازمان د اسیا برخې د مرستیالې پاتریشیا ګاسمن

د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان په خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو د ننګیالي په نوم یو کس د کندهار ولایت په سرپوزه کلي کې د جولای میاشتې په ۹مه نېټه له دولت سره د همکارۍ په تور د خپلې کورنۍ د غړو د سترګو پر وړاندې وژلی دی.

‎د دغې خبرپاڼې له مخکې، د دغې میاشتې په ۱۹مه نېټه طالبانو د کندهار ولایت د ولایتي شورا د غړي فدامحمد دوه زامن د دغه ولایت د مخکنیي امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق سره چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ووژل شو، د نږدې اړیکو د درلودلو په تور وژلي دي.

‎مېرمن ګاسمن له ملګرو ملتونو، امریکا او هغو هېوادونو چې د افغانستان د سولې په پروسه کې ښکېل دي غوښتنه کړې چې طالب مشرانو نه وغواړي چې د ملکیانو د وژلو مخنیوی دې وکړي.

‎له دې سره د افغانستان د بشر حقونو خپلکواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري وایي چې یاد کمېسیون پر دغې موضوع څېړنې کوي: "په دې اړه په صراحت راپورونه راغلي چې طالبانو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په ځانګړي توګه کندهار کې سترې سرغړونې کړي، د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د دغو قضیو د مستند کولو په حال کې دی."‎

د افغانستان د بشر حقونو خپلکواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري

ښاغلي نظري زیاته کړه چې په ځینو هغو سیمو کې چې د طاابانو تر ولکې لاندې ورغلي، له دولت سره د همکارۍ په تور د خلکو د نیولو، ناسم چلند او ان د ځینو کسانو د وژلو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

‎خو طالبانو ویلي چې په هېڅ ځای کې هم په ځانګړي توګه د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې له دولت سره د همکارۍ په تور څوک نه دي وژل شوي.

‎د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې یو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "موږ دغه ‌‌‌‌‌‌ډول افواهات په جدي ‌‌‌‌‌‌ډول ردوو، داسې څه د سپین بولدک په ولسوالۍ کې نه دي شوي، زموږ غوښتنه دا ده چې د بشري حقونو بنسټونه دې په بې پرې ‌‌‌‌‌‌ډول څېړنې وکړي او بیا دې خبرپاڼې خپرې کړي، د سپین بولدک له نیولو وروسته داسې کومه پېښه نه ده شوې او څوک نه دي وژل شوي په یوه پېښه کې د شخصي دښمنۍ له امله څو کسان وژل شوي چې د عاملینو د نیولو لپاره یې هم هڅې روانې دي."

‎دا په داسې حال کې ده چې جنګالیو 'خاشه ځوان' د کندهار ولایت یو سیمه ییز کومیډن د جمعې په ورځ په ‌‌‌‌‌‌ډزو وژلی .

‎همدارنګه څو سیمه ییزو او نړیوالو رسنیو راپورونه ورکړي چې طالبانو د امریکایي ځواکونو مخکینی افغان ژباړونکی سهیل پردېس د کابل _خوست په لویه لاره کې وژلی دی.

‎طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په کندهار ولایت کې د خاشه ځوان وژل تایید کړي او ویلي یې دي چې دغه کومیډن عملاً د دولتي ځواکونو په لیکو کې فعالیت او طالبانو ته به یې سپکاوی کاوه، ‎خو نوموړي د طالبانو له لوري د سهیل پردېس وژل رد کړي دي.