هرات چارواکي: پر کرخ ولسوالۍ او سلمان بند بریدونه په شا تمبیدلي

د سلما د اوبو بند

د هرات والي وايي، امنیتي او دفاعي ځواکونو تېره شپه پر کرُخ ولسوالۍ د وسله والو طالبانو حمله په شا تمبولې ده.

عبدالصبور قانع، نن رسنیو ته وویل، د بادغیس له خوا د طالبانو په پلان حمله کې دې ډلې ته مرګ­ ژوبله اوښتې ده: "د نښتې په پایله کې د درېیو سرګروپانو په ګډون ۷۰ وسله وال طالبان مړه یا ټپیان دي. دوه هاموې، دوه رنجر او ۲۵ موټر سایکلونه یې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي."

د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو پرون سهار له وسله والو طالبانو د کرخ ولسوالۍ د مرکز د نیولو خبر ورکړی و.

په بل خبر کې د هرات محلي چارواکي ادعا کوي، پر سلما بند یې د وسله والو طالبانو حمله په شا تمبولې ده.

د هرات ولایت د مطبوعاتي دفتر په اعلامیه کې راغلي چې طالبانو پر دغه بند پراخه حمله پلان کړې وه، خو د دولتي ځواکونو په کمین کې دوه طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.