"پیکینګ کې راتلونکې المپیکي لوبې دې وځنډیږي یا دې بل ځای انتقال شي"

چین

د امریکا د کانګرس دې غړیو د جمعې په ورځ د المپیک د نړیوالې کمیټې رییس توماس باښ ته په یو استولي لیک کې ویلي، په یو داسې هېواد کې باید د المپیک لوبې ونه شي چې حکومت یې "نسل وژنې او بشریت ضد جنایات کوي."

د کانګرس دې غړیو همدارنګه ویلي، که د المپیک ژمنۍ لوبې چې په فبروۍ کې چین کې پلان شوي، په چین کې ترسره شي دا به پر المپیک ښې اغېزې ونه لري او ځنډول یې یا بل ځای ته لېږدول به د ورزشکارانو په ګټه وي.

د المپیک د نړیوالې کمیټې رییس ته د امریکا د کانګرس د څو غړیو له خوا په استول شوي دې لیک کې راغلي: "موږ ته د المپیک د نړیوالې کمېټې له خوا دا غیرې عادلانه ښکاري چې ورزشکاران د سپورتي سیالیو لپاره خپل ضمیر قرباني کړي."

دا لیک ډموکراټ سناتور جیف میرکلي، د امریکا د استازو د جرکي ډموکراټ غړي جېم مک ګورن، جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو او د امریکا د استازو د جرګې جمهوري غوښتونکي غړي کریس سمیټ لاسلیک کړی دی.

راتلونکې المپیکې سیالۍ پیکینګ کې پلان شوي.

په دوی کې دوه ډموکراټان د چین لپاره د امریکا د کانګرس د اجرايي کمېسیون یو مشر او بل مرستیال مشر دی او دوه جمهوري غوښتونکي د دې کمېسیون غړي دي.

د امریکا د کانګرس دې غړیو ویلي، د المپیک نړیواله کمېټه دا توانايي لري چې په لنډ وخت کې هم د المپیک لوبې وځنډوي او دې برخه کې یې د توکیو د المپیک د سیالیو یادونه کړې چې ټاکل شوې وه تېرکال ترسره شي، خو وځنډېدې او دا مهال په جاپان کې روانې دي.

د توکیو د المپیک لوبې د کرونا وبا د خپریدو په خاطر له تېرکاله سږکال ته وځنډول شوې.

د المپیک نړیوالې کمیټې په دې اړه مخکې ویلي چې دوی کوم "ستر نړیوال حکومت" نه دی چې چین کې سیاسي مسالې هواري کړي.

د امریکا د کانګرس غړیو په دې لیک کې ویلي، موضوع دا نه ده چې المپیک دې له سیاست خوندي وي که نه، خو "د نسل وژنې پرضد عمل کول سیاست نه دی بلکې د انساني کرامت او اخلاقو په اړه ابتدايي څه دي."

چین په شینجین ایالت کې تر یو میلیون زیاتو ایغور ټبرو او نورو اقلیت مسلمانانو سره د ناوړه چلند له کبله چې ویل کېږي په کمپونو کې ساتل شوي، جبري کار پرې کېږي او ازادانه د خپلو دیني مراسمو ترسره کېدو ته نه پرېښودل کېږي، د نړیوالې ټولنې تر انتقادونه لاندې دی.

د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ایغور ټبرو او نورو مسلمان اقلیتونو سره د چین د حکومت دا چلند نسل وژنه او بشر ضد جنایات ګڼل کیدای شي.

چین بیا هر ډول سرغړاوی رد کړی او ټینګار کوي هغه کمپونه چې ایغور ټبري مسلمانان په کې ساتي " د حرفوي روزنې مرکزونه " دي او د دې لپاره یې جوړ کړي چې خلک له سخت دریځۍ او ترهګرۍ را وګرځوي.