د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر غواړي چې د افغانستان لپاره د هند ملاتړ جذب کړي.
انتوني بلېنکن سبا هند ته روان دی. دی به د چهارشنبې په ورځ له صدراعظم ناریندرا مودي او د هند له بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر سره وګوري.
د جنوبي اسیا لپاره جګ پوړی امریکایی دیپلومات ډین ټامپسن وایي، په داسې حال کې چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه د وتلو په حال کې دي، بلېنکن به هڅه وکړي چې د افغانستان د ثبات لپاره د هند حمایت ترلاسه کړي.
ښاغلي ټامپسن د یوه ټیلیفوني کنفرانس له لارې خبریالانو ته وویل چې د واشنګټن تمه دا ده چې د سیمې ټول هېوادونه په باثباته او مصؤن افغانستان کې ګډې ګټې ولري.
د امریکا متحد ایالاتونه او هند له نویمې میلادي لسیزې راهیسې نژدې روابط لري.
د نړۍ دا دوه ستر ډیموکرات ځواکونه د چین په برخه کې ګډې اندیښنې لري، همدا راز د اسلامي افراطي ډلو او یو شمېر نورو ګواښونو د مخنیوي په برخه کې مشترک نظر لري.