د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هند ته ځي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

په پام کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن سبا یکشنبه (د زمري ۳مه) هند ته سفر وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه (د زمري ۱مه) دا خبر ورکړ.

ټاکل شوې چې ښاغلی بلېنکن د چهارشنبې په ورځ له صدراعظم نارېندرا مودي او له خپل هندي سیال سره په نوي ډېلي کې وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، بلېنکن به پر هغو امنیتي مسایلو سربېره چې د دواړو هېوادونو د ګټو لپاره مهم دي، د ځمکې د تودوخي او د کرونا د وبا په اړه هم له هندي چارواکو سره خبرې وکړي.

هند، په اسیا کې د چین د تعرضي سیاستونو د مخنیوي لپاره د واشنګټن مهم متحد بلل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې بلېنکن به هند ته له درې ورځني سفر وروسته کویټ ته ولاړ شي او د هغه هېواد له چارواکو سره به وګوري.

د بلېنکن له سفر سره په یوه وخت کې د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن هم د جنوب ختیځې اسیا خوا ته په سفر روانېږي.