ایران کې مظاهرې؛ د مړو شمېر ۵۰ ته ورسېد

ایران کې مظاهرې

په ایران کې د مظاهرو پر اتمه شپه یو بل تن هم وژل شوی چې ورسره په ناکراریو کې د مړو شمېر پنځو ته ورسېد.

ایران کې دغه مظاهرې د اوبو د سخت کموالي له کبله پیل شوي دي.

د ایران د دولتي راډیو- ټلوېزیون وېب سایټ نن راپور ورکړی چې دوه نور کسان د لرستان ولایت په اليګودزر ښارګوټي کې د مظاهرو پرمهال سخت ټپیان شوي دي.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي و، داسې ښکاري چې ایراني چارواکو په خوزستان ولایت کې د مظاهره چیانو پر خلاف سخت ځواک کارولی دی.

له خوزستانه وروسته دغه مظاهرې د ایران نورو سیمو ته خپرې شوې.

ایران له داسې سختې وچکالۍ سره لاس تو ګرېوان دی چې په تېرو ۵۰ کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی، دې مسالې د اوبو رسولو کمزوری سیسټم اغېزمن کړی چې د ایران کرنه یې هم زیانمنه کړې ده.