افغان چارواکي: طالبانو کندهار کې سلګونه کسان له کورونو ایستلي او وژلي یې دي

وسله وال طالبان

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي، طالبانو په وروستیو ورځو کې په کندهار په ځانګړي توګه سپین بولدک کې سلګونه کسان له کورونو ایستلي چې د ځینو جسدونه موندل شوي او ځینې ورک دي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي نن جمعه (د زمري ۱مه) له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه: "په سپین بولدک کې طالبان له څو ورځو راهېسې له کورونو څخه د شپې او ورځې خلک وباسي. دا چې سیمه کې طالبان واکمن دي موږ سره دقیقې شمېرې نه شته، خو د لومړنیو راپورونو له مخې شااوخوا ۴۰۰ کسان په سپین بولدک کې طالبانو له ځانونو سره بیولي دي چې تراوسه تر سلو د زیاتو کسانو جسدونه موندل شوي. ځینې یې په کورونو کې وژلي، ځینې یې په ریګستانونو او څلور لارو کې وژلي دي. د دوی ډېر یې ملکي او بې ګناه کسان دي او ځینې په کې داسې هم شته چې پخوا یې کوم وخت دولت کې وړه دنده درلوده او اوس په کورونو ناست وو."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی

د کندهار د ولایتي شورا غړی فدا محمد چې درې ورځې مخکې یې دوه زلمي زامن سپین بولدک کې ناڅرګنده کسانو ووژل، د جمعې په ورځ ازادي راډیو وویل، شل تنه وسله وال په دوو موټرو کې د شپې په ۱۲ نیمو بجو دده کوره ته ورغلي او دده زامن یې لومړۍ له کوره ایستلې او بیا یې وژلي دي.

په دې اړه نور: کورنیو چارو وزارت: طالبانو په سپین بولدک کې سل ملکیان وژلي

فدامحمد زیاته کړه: "زما بچیان دا شل کلونه په حکومت یا بل هېڅ شي کې نه وو. بیا یې ورته ویلي چې تاسو د مسولینو پکار یئ. د بندیانو د معلوماتو له مخې یو ځل یې د بندیانو ځای ته وروستي یو لس دقیقې وروسته یې له هغې ځایه ایستلې او په ګلشن کلا کې یې وژلي او مړي یې همالته غورځولي دي. زما د زامنو فاتحې ته چې څوک راځي وايي چې ډیرې وژنې شوي دي. بیا مې دا هم واورېدل چې د کندهار لپاره د طالبانو والي 'سپین بولدک ته' ورغلی و بیا یې ورته ویلي چې څوک مه وژنئ یوازې که په چا د حکومت د ملاتړ شک وي بندیان یې کړئ."

په کندهار کې چارواکي وايي چې د دې د دامان ولسوالۍ قومي مشر محبوب خان اکاه هم درې ورځې مخکې د خپله کوره ایستل شوی او وژل شوی.

هغه د دامان ولسوالۍ د اعظم کلا اوسیدونکي و، دغه سیمه تازه د وسله والو طالبانو لاسته لوېدلې.

تېرو دوو اوونیو کې د کندهار ښار او شااوخوا ولسوالیو څخه د دغه ولایت میرویس روغتون ته ۸۸ مړي ور وړل شوي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو سره په خبرو کې دا په کلکه رد کړه چې ګوندې طالبانو دې په کندهار په ځانګړي توګه سپین بولدک سیاسي یا غچ اخیستونکي وژنې کړي وي.

نوموړي وویل: "دا خبرې بلکل پروپاګنډ او د دښمن د افواهاتو برخه ده. اصلاً دوه ورځې وړاندې د کندهار د یو وکیل دوه زامن په شخصي موضوع کې وژل شوي دي. دا چې سیمه زموږ لاس کې ده نو دا قضیه تر څېړنې لاندې ده، عاملینو پسې یې موږ ګرځو او دوی ته مو هم ویلي چې دا جنايي قضیه ده، خو نور داسې سیاسي وژنې یا نیونې هسې چې د کابل د ادارې د کورنیو چارو وزارت یې وايي، حقیقت نه لري او دا د دوی تبلیغات دي."

په عین وخت کې په تېرو دوو اوونیو کې د کندهار ښار او شااوخوا ولسوالیو څخه د دغه ولایت میرویس روغتون ته ۸۸ مړي او ۳۶۵ ټپیان ور وړل شوي چې د ټپیانو له ډلې څخه ۲۷۰ یې ملکیان دي.

د میرویس روغتون مشر ډاکټر محمد داوود فرهاد ازادي راډیو وویل، په ۸۸ جسدونو کې اکثره نامعلوم دي چې د سره صلیب له خوا دغه روغتون ته ور وړل شوي.

د افغانستان د بشري حقونو په خپلواک کمېسیون کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې دوی په کندهار د طالبانو له خوا د ولسي خلکو د وژنې د ادعاوو په اړه څېړنې پیل کړي دي.

دې کمېسیون تردې مخکې په وار-وار له طالبانو او حکومت څخه غوښتي وو چې د ولسي خلکو خوندیتوب ته دې پام وکړي.