کرونا؛ توکیو کې المپیکي سیالۍ ترسره کېږي، د پرانیستې مراسم‌یې پراخ نه‌دي

توکیو کې المپیکي سیالیو ته چمتوالی

ټاکل شوې چې د توکیو د المپیک د لوبو د پیل رسمي مراسم په ځايي وخت د ماښام په اتو بجو چې د کابل درې نیمې بجې کېږي پیل شي.

د کرونا د وبا له کبله تمه نه کېږي چې دا مراسم د المپیک د پرانیستې د نور پخوانیو مراسمو په څېر پراخ او شاندار وي.

د توکیو د المپیک تنظیمونکو د پرانیستې د مراسمو ډېر جزییات نه دي خپاره کړي، خو دوی ویلي چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره سخت محدودیتونو له کبله به د ۶۸ زره کسانو لپاره جوړ شوي د المپیک سټوډیوم کې یوازې ۹۵۰ تنه راټول شي چې په کې د نړۍ شا اوخوا ۱۵ مشران هم برخه ولري.

توکیو کې المپیکي سیالۍ د کابل پر وخت درې نیمې بجې ترسره کېږي

کله چې په وروستیو کې په توکیو د کرونا د مثبتو پېښو د زیاتیدو له کبله په دې ښار کې بیړنی وضعیت اعلان شو د المپیک تنظیمونکو په دې سیالیو کې د نندارچیانو په ګډون بندیز ولګاوه. دوی لا دمخه په دې لوبو کې د نړیوالو نندارچیانو په ګډون بندیز لګولی وو.

توکیو یوازې د جولای په ۲۲مه نېټه څه کم دوه زره د کووېډ-۱۹ نوې پېښې ثبت کړي. دا شمېر د جنورۍ د ۱۵مې نېټې راهېسې په دې ښار کې تر ټولو لوړ شمېر دی. په دوی کې د یو شمېر لوبغاړو په شمول نوي سلنه داسې کسان دي چې د المپیک له سیالیو سره تړاو لري.

جاپانی کومیډین کینټارو کوبایشي له دندې لېرې شو.

د ۲۰۲۰ میلادي کال د المپیک دا سیالۍ چې د کرونا د وبا له کبله پر خپل وخت ونه شوې او تر دې وخته وځنډېدې همدارنګه له دندو د المپیک د یو شمېر لوړو پوړو چارواکو د لېرې کېدو له اغېزو سره هم مخ دي. په دې لړ کې تازه د المپیک د سیالیو د پرانیستې د مراسمو مشر له دندې لېرې شوی دی.

کینټارو کوبایشي چې پخواني کومېډین و، له دې کبله له دندې لېرې شو چې د ۱۹۹۸میلادي کال، د ده د هغې کومېډۍ تصویرونه پسې خلکو رابرسېره کړل چې ښيي نوموړي د نازي جرمني له خوا د یهودانو په ډله ییزه وژنه یا هولوکاسټ مسخرې کوي.

په دې اړه نور: توکیو کې المپیکې لوبې؛ هنري رييس کوبایاشي یې له کاره ایستل شوی

جاپان چې د المپیک لوبو کوربه دی، د کرونا وبا د پیل راهېسې یې ۸۵۳ زره د کووېډ-۱۹ نوې پېښې او د دې ناروغۍ سره تړلې تر ۱۵ زرو زیاتې مړینې ثبت کړي.

د دې هېواد د وګړو شمېر ته په پام دا شمېر د ځینو نورو هېوادونو پرتله ډېر کم دی.