د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پر طالبانو تور لګولی چې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې تر ۱۰۰ زیات ملکیان وژلي دي.
د دغه وزارت ویاند میرویس ستانکزي نن جمعه له ازادي راډیو سره په مرکه کې دا خبره وکړه: "د لومړنیو اطلاعاتو له مخې طالبانو شااوخوا ۴۰۰ کسان له کورونو ایستلي دي، د څه باندې ۱۰۰ کسانو اجساد موندل شوي دي. ځینې یې په کورونو کې شهیدان کړي، ځینې اجساد د سپین بولدک په رېګونو او چوکونو کې پیدا شوي دي چې اکثریت یې ملکیان دي."
د کندهار له سپین بولدکه د ملکیانو د وژنې او د خلکو د کورونو د لوټ د ادعاوو په تړاو په لومړني عکس العمل کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح دا کار د غچ لپاره عام وژنه بللې ده.
ښاغلي صالح نن سهار په خپل ټوېټر کې زیاته کړې چې اکثر قربانیان ورزشکاران، مدني فعالان، سوداګر او هغه خلک وو چې له دولت سره په خواخوږي تورن وو.
The victims, mostly young, include athletes, CS activists, business persons, vbloggers & persons suspected of sympathy with govt of Afg. Pak agencies since long see the town as fiercely anti Durand line sympathizing with Baluch & Achekzais next door. This is a revenge massacre https://t.co/9ySwSg7pEK
— Amrullah Saleh (@AmrullahSaleh2) July 23, 2021
د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد بیا پر دې ډلې د سپین بولدک د وروستیو پېښو په تړاو لګېدلي تورونه رد کړي دي.