انتوني بلېنکن د قطر مرستیال صدراعظم سره پر افغان سولې غږیدلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې د پروسې او څو نورو مسالو په تړاو د قطر د صدراعظم له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کړي.

انتوني بلېنکن او محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني بېګا په واشنګټن کې لیدلي.

ښاغلي بلېنکن په خپل ټوېټر لیکلي چې یوه سیاسي حل ته د رسېدو په هدف د افغانستان د سولې د خبرو د چټکتیا لپاره د قطر په سخاوتمندانه ملاتړ، له یمن سره په مرستو او ځینو نورو مسالو باندې له ښاغلي ال ثاني سره وغږېد.

بلېنکن ویلي: "موږ ژمن یو چې په سیمه کې د سولې لمن پراخه کړو."

د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د دولت او طالبانو پلاوي د سولې خبرې مخته وړي.

هلته د امریکا او طالبانو تر منځ د ۲۰۲۰میلادي کال د فبروري په ۲۹مه تړون هم وشو چې پر اساس یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو پروسه پيل شوه.