امریکا په افغانستان کې د طالبانو پرضد څو هوايي بریدونه کړي

ارشیف، هوايي عملیات

امریکايي چارواکي وايي، د دغه هېواد پوځ په دې اوونۍ کې د افغانستان د حکومت په ننګه د کندهار په شمول په افغانستان کې د طالبانو پرضد څو هوايي بریدونه کړي دي.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکايي ځواکونو دا هوايي بریدونه د هغو الوتکو په وسیله چې له افغانستانه بهر دي، د طالبانو پر ضد په جګړه کې د امریکا د ملاتړ د دوام اراده ښيي.

امریکا د خلیج په هېوادونو کې راز-راز جنګي الوتکې لري چې په افغانستان کې هدفونو ته ځان رسولی شي.

دا له کله چې تېره اوونۍ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو وروستنی قوماندان جنرال سکاټ مېلر له افغانستانه لاړ، لومړی ځل دی چې په افغانستان کې امریکايي الوتکې عملیات کوي.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس وايي، د کربي له څرګندونو وروسته د دفاع وزارت یوه بل چارواکي وویل چې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو امریکا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره تر څلورو ځلونو زیات هوايي بریدونه کړي دي.

د دغه چارواکي په وینا، لږ تر لږه دوه عملیاته د هغو توپونو او نقلیه وسایلو د ویجاړولو لپاره وشول چې طالبانو له افغان امنیتي ځواکونو څخه نیولي وو.

دا بریدونه چې یو یې د کندهار په شمال کې وشو، د افغان چارواکو په غوښتنه شوي دي.