د پوهنې وزارت د ښوونځیو د ازموینو وخت اعلان کړ

د افغانستان د پوهنې وزارت

د افغانستان د پوهنې وزارت د ښوونځیو د ازموینو وخت اعلان کړ.

د دې وزارت ویاند نجیبې ارین په دې اړه تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "د اسد په شپږمه په سړو او ډېرو سړو سیمو کې د کال د نیمايي ازموینې اخلو. په تودو ولایتونو کې کله چې رخصتۍ پیل شوې، لا وروستۍ ازموینې بشپړې شوې نه وې او څو مضمونه پاتې دي، د اسد په شپږمه نېټه به د تودو ولایتونو وروستۍ ازموینې هم په بشپړ ډ‌ول واخیستل شي او بیا به د کال وروستۍ یا دوبنۍ رخصتۍ پیل شي."

له بلې خوا د پوهنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښوونځیو ته د زده کوونکو د ورتګ په اړه یې پرېکړه له روغتیا وزارت سره په ګډه کړې ده.

په افغانستان کې د کرونا وبا له ډېرېدا وروسته ښوونځي او پوهنتونونه بند شول.