په دوحه کې د بین الافغاني مذاکرو غړیو نن ناسته درلوده.
دا خبره هم د افغانستان د دولت پلاوي او هم د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم تایید کړې.
نن د بینالافغاني مذاکراتو د هیئتونو ترمنځ ناسته وشوه. په دې ناسته کې د اختر مبارکې تر څنګ د مذاکراتو پر دوام، چټکتیا او موثریت باندې ټینګار وشو.امروز میان هیئتهای مذاکرهکننده هردو جانب نشست صورت گرفت. در این نشست ضمن عیدمبارکی، بر دوام، سرعت و مؤثریت مذاکرات تاکید شد.
— Peace Negotiation Team of the I.R. of Afghanistan (@PeaceIRAfg) July 22, 2021
په دې تړاو په خپور شوي لنډ بیان کې راغلي چې په دې ناسته کې :"د اختر د مبارکۍ تر څنګ د مذاکراتو پر دوام، چټکتیا او موثریت باندې ټینګار وشو."
په دوحه کې د افغان دولت د سولې مرکچي ټیم او د طالبانو پلاوي یو وار بیا وروسته له هغه غونډې پیل کړې چې د جولای په اولسمه او اتلسمه د دواړو ټیمونو د مشرانو په ګډون په لوړه کچه دوه ورځني مذاکرات وشول.
په دې ناسته کې چې د دولت پلاوي مشري د ملي مصالحې مشر عبدالله عبدالله کوله او د طالبانو مشري ملا عبدالغني برادر کوله که څه هم په اوربند او اورکم توافق ونه شو خو د سولې د خبرو په چټکتیا او دوام باندې ټینګار وشو.