تاجکستان کې فوق العاده امنیتي احضارات نیول شوي

د تاجکستان سرتیري

د افغانستان ګاوند تاجکستان کې د ولسمشر په امر فوق العاده امنیتي احضارات نیول شوي دي.

تاجکستان داسې وخت خپلو پوځیانو ته د هر ډول حالاتو د مقابلې لپاره د چمتووالي امر کړی چې د افغانستان په شمال په تېره بیا له تاجکستان سره پر پوله کې د افغانستان څو سیمې او عبوري ساحې د طالبانو لاسته لوېدلي او دې چارې د منځنۍ اسیا هېوادونه په تېره تاجکستان سخت اندېښمن کړی.

امام علي رحمان نن امر کړی چې د دغه هېواد یو لک پوځیان او یو لک او دېرش زره احتیاطي پوځ په خپلو اډو کې د تیارسۍ په حالت کې و اوسي.

دا د تاجکستان په تاریخ کې تر ټولو لوی پوځي احضارات بلل شوي.

تاجکستان له دې مخکې سرحدي سیمو ته د امنیت د ټینګښت لپاره شل زره پوځیان استولي دي.

د ازادې اروپا راډیو تاجکي څانګې راپور ورکړی چې پوځیانو ته وینا کې ولسمشر امام علي رحمان ویلي چې د افغانستان په شمال کې وضعیت خورا سخت دی او وضعه ورځ تر بلې مخ په خرابېدو ده.