کابل کې د امریکا سفارت د افغان مېرمنو د حقونو ملاتړ کړی 

په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست او شارژدافیر

په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست او شارژدافیر یو ځل بیا د افغان مېرمنو د حقونو او لاسته راوړنو ملاتړ کړی دی.

راس ویلسن نن پر خپله ټویټرپاڼه طالبانو ته په خطاب کې لیکلي، " ۲۰۲۱ کال ته ښه راغلی، ښځې او نرینه مساوي حقونه لري".

نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان کې اوس د دې وخت نه دی چې نجونې دې له ښونځیو او میرمنې دې له ټولنې، کار او حکومتولۍ منعه شي.

دی دا څرګندونې یوه ورځ وروسته تر دې کوي چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې یو شمېر مېرمنو ازادي راډیو ته وویل چې محدودیتونه پرې لګول شوي دي.

طالبانو په رسمي ډول پر ښځو هر ډول محدودیت رد کړی دی، خو په یو شمېر شمالي ولایتونو کې ځینو مېرمنو ویلي چې په زور چادري اچولو ته اړې شوي او طالبان یې نه پریږدي چې له محرم پرته ښار بازار کې وګرځي.