د ایران په خوزستان کې دوه اعتراض کوونکي وژل شوي

ایران کې مظاهرې

چارواکو د ایران په خوزستان ایالت کې پرون د مظاهرو په شپږمه د دوو اعتراض کوونکو د وژلو خبر تایید کړ، خو ویې ویل چې دا ځوانان بلوا کوونکو وژلي دي.

بل لورته غیررسمي راپورونه د امنیتي ځواکونو د ډزو پرمهال د لږ تر لږه پنځو کسانو د وژلو خبر ورکوي.

دا اعتراضونه چې د اوبو د کمیدو په خاطر د خوزستان په لویدیځ کې پیل شول، سیاسي بڼه یې خپله کړې ده.

په سلګونو لیکوالان، مدني فعالان او د ایران د سینما هنرمندان پرون د اعتراض کوونکو په ملاتړ په تهران کې راغونډ شوي وو.

دوی یوه ګډه اعلامیه خپره کړه او خپله خواخوږي یې د خوزستان له استوګنو سره په کې ښکاره کړه.