امریکا: طالبانو د افغانستان له ۴۲۰ ولسوالیو څخه تقریباً نیمایي نیولي

د امریکا د متحد ایالتونو لوی درستیز جنرال مارک میلي

د امریکا د متحد ایالتونو لوی درستیز وایي، طالبانو د افغانستان له څلور سوه شل ولسوالیو څخه تقریبا نیمایي نیولي دي.

جنرال مارک میلي پرون په واشنګټن کې وویل، داسې ښکاري چې طالبان غواړي په ټول افغانستان کې پراخې حملې وکړي، خو بریالي به نه شي.

جنرال میلي زیاته کړه چې دې وسلې والې ډلې تراوسه د افغانستان هېڅ مهم ښار نه دی نیولی او افغان‌ ځواکونه د لویو ښارونو د استوګنو د ساتنې په خاطر د تنظیم په حال کې دي.

جنرال میلي بیا وویل چې تر دوه سوه ډېرې ولسوالۍ د طالبانو تر واک لاندې دي. ده تېره میاشت ویلي و چې یو اتیا ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي.