د پناه غوښتونکو په اړه د لیتوانیا ولسمشر یوه لایحه لاسلیک کړه

ارشیف، لېتوانیا ته ور اوښتونکي پناه غوښتونکي

د لیتوانیا ولسمشر یوه لایحه لاسلیک کړه چې په دې هېواد کې پناه اخیستل سخته کېږي، خو درخواست ورکوونکي ژر د منلو یا نه منلو ځواب ترلاسه کوي.

ولسمشر ګیتاناس نوسیدا دا لایحه په داسې وخت کې لاسلیک کړې ده چې له ګاونډي بلاروس څخه د اروپایي ټولنې د هېوادونو په لور د غیرقانوني کډوالو تګ زیات شوی دی.

د لیتوانیا چارواکي وایي، سږ کال شااوخوا دوه زره سل غیرقانوني کډوال له بلاروسه لیتوانیا ته داخل شوي دي چې له دې ډلې یو زر څلور سوه یوازې تېره میاشت اوښتې دي.

د بلاروس مشر الکساندر لوکاشینکا خبرداری ورکړی دی چې د اروپایي ټولنې د بندیزونو په خاطر به کډوال پریږدي چې له دې هېواده د اروپایي ټولنې د غړیو هېوادونو خوا ته تېر شي.

لیتوانیا له بلاروس سره نژدې شپږ سوه اتیا کیلومتره ګډه پوله لري.