امریکا د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په لور د توغندیو ویشتل وغندل

هغه موټر چې د کابل له پروان مېنې ورنه اووه راکټونه وویشتل شول.

د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په لور د توغندیو ویشتل وغندل.

پرون په داسې حال کې چې د افغانستان ولسمشر او نورو دولتي چارواکو د اختر لمونځ کاوه، د کابل له پروان مېنې اووه راکټونه وویشتل شول چې د ارګ په شاوخوا کې ولګېدل، خو مرګ‌ژوبله یې پېښه نه‌کړه.

د امریکا حکومت د دې برید د غندلو ترڅنګ په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره د هلو ځلو د چټکتیا غوښتنه وکړه او ویې‌ویل چې دایمي سوله د افغانانو اساسي غوښتنه ده.

داعش سخت‌دریځې ډلې د دې برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.