ترکي پولیسو له غیر قانوني لارو اروپا ته روان له ۱۰۰ زیات افغانان نیولي

ارشیف، د ترکیې پولیس

راپورونه وايي چې د ترکیې پولیسو له ۱۰۰ زیات افغانان چې له غیر قانوني لارو اروپا ته روان وو، د دې هېواد په ختیځ کې نیولي دي.

د جرمني خبري اژانس د ترکي رسنیو په حواله وايي، پولیسو ۱۱۳ افغانان چې پلي روان وو له ایران سره پر پوله په وان ښار کې ونیول او د مهاجرت ادارې مسؤلو چارواکو ته‌یې وسپارل.

د بشري حقونو فعالان وايي چې له دې لارې هره ورځ د زرو په شااوخوا کې کسان د ایران له خاورې ترکیې ته ننوځي.

د سوریې له کډوالو وروسته چې شمېر یې شاوخوا ۳،۶ ملیونو ته رسېږي په ترکیه کې د دېره افغانانو شمېر د نورو ټولو هېوادونو تر وګړو زیات دی.

اټکل کېږي چې د دې غیر قانوني کډوالو شمېر به د درېیو او پنځو لکو ترمنځ وي.