د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د اختریزې وینا هدف څه و؟

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د اختریزې وینا پر مهال

ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ د اختر له لمانځه وروسته په خپله اختریزه وینا کې وویل چې طالبان د سولې نیت او اراده نه‌لري او د وچ زور خبره کوي.

ښاغلي غني زیاته کړه چې حکومت د سولې لپاره هم اراده لري او هم‌یې په دې برخه کې قرباني ورکړې دي.

طالبانو په ځواب کې وویل چې په دوی کې د سولې نیت او اراده شته، خو دا حکومت دی چې د دوی په وینا د سولې نیت نه‌لري.

د افغانستان د سولې ولسي حرکت مشر اقبال خیبر د ولسمشر غني څرګندونو او د طالبانو غبرګون ته د اشارې په ترڅ کې وايي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړو لیکې د تودېدو په حال کې دي.

ښاغلي خیبر له احمد تکل سره د مرکې په پیل کې د ولسمشر غني د اختریزې وینا د هدف په اړه خبرې وکړې.

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له اقبال خیبر سره مرکه