د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ادعا: د افغان سفیر د لور قضیه اختطاف نه‌وه

شېخ رشید پرون سې شنبه یوه کنفرانس ته وویل، سلسله علي‌خېل چې له کوره وتلې وه په دې ټول جریان کې یې انټرنټ کاراوه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ادعا وکړه چې په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر لور برمته کېدل، د اختطاف قضیه نه‌وه.

شېخ رشید پرون سې شنبه یوه کنفرانس ته وویل، د پاکستان لپاره د افغانستان د سفیر نجیب‌الله علي‌خېل لور، سلسله علي‌خېل چې له کوره وتلې وه په دې ټول جریان کې یې انټرنټ کاراوه.

شېخ رشید په خپلو خبرو کې وویل، د دوی تحقیقات ښيي هغه څه چې د سفیر له لور سره پېښ شوي، د اختطاف قضیه نه‌ده.

ښاغلي رشید ویلي، کله چې د سفیر لور له کوره وتلې وه، څلور وارې یې ټکسي موټرونه بدل رابدل کړي او په دې سفر کې له موټر چلوونکو پرته په ټکسي موټرو کې بل څوک حاضر نه‌و.

د افغانستان حکومت وايي، د سفیر لور تېره جمعه په اسلام‌اباد کې وتښتول شوه چې څو ساعته د برمته نیوونکو په ولکه کې وه او په دې موده کې شکنجه شوې ده.

د افغانستان حکومت د دې پېښې په عکس‌العمل کې تېره یکشنبه خپل سفیر او نور ډیپلوماتان کابل ته وروغوښتل.