په کابل کې اختر د دریو چاودنو په غږ سره پیل شو

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل اوسیدونکو د چاودنو له غږونو سره لوی اختر پیل کړ. د ښار په لومړۍ او دویمې ناحیې لږ تر لږه درې توغندي داسې مهال ولګیدل چې د جمهور ریس محمد اشرف غني په ګډون لوړپوړو چارواکو د ارګ په جومات کې د اختر لمونځ ادا کوه. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، په پیښه کې هیڅ چاته هم مرګ ژوبله نه ده اوښتې. نور په دې راپور کې وګورئ