ولسمشرغني: پاکستان دې "طالبي حکومت" ځان ته وغواړي

د افغانستان جمهور رییس

د افغانستان جمهور رییس ویلي، پاکستان دې "طالبي حکومت" ځان ته وغواړي.

ولسمشر محمد اشرف غني دا خبره نن په ارګ کې د اختر په مناسبت وینا کې وکړه: "موږ ته یې غواړي ځان ته يې نه غواړي. ایا پاکستان کې یو عمده سیاستمدار یا ګوند حاضر دی چې طالباني حکومت په پاکستان کې ومني. نو دلته دې وضاحت وي. زموږ اساسي قانون اسلامي ترین قانون په نړۍ کې دی. موږ ته یې غواړي ځان ته یې نه غواړي. ځان ته یې وغواړئ!. نه موږ ته!."

د افغانستان جمهور رییس همدا راز پاکستان تورن کړ چې د دوی تر مخ د طالبانو بد وايي خو مطبوعات یې ټوله ورځ دې ډلې ته تبلیغ کوي.

پاکستاني چارواکو د افغان ولسمشر د نننیو څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ویلي و چې غواړي په افغانستان کې یو ټول شموله حکومت رامنځته شي.