چارواکي: پر کابل ښار ۳ توغندي ولګېدل، مرګ ژوبله نه لري

کابل ښار

د کابل ښار پر مرکزي سیمه کې نن سې شنبه (د چنګاښ ۲۹مه) سهار درې توغندي ولګېدل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې مرګ ژوبله نه لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي وویل، د څېړنې ټیمونه یې لګیا دي او وروسته به نوي پرمختګونه له رسنیو سره شریک کړي: "یو راکټ د عیدګا جومات شاته، یو د ګل بهار تجارتي مارکیټ شاته او درېیم راکټ حضوري چمن کې لګېدلی چې نه دی چاودېدلی. له نېکه مرغه چې د دغو درې واړو راکټونو له کبله مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې."

ناتایید شوي راپورونه وایي چې دا توغندي د کابل له کارته پروان سیمې نه له یوه موټره توغول شوي دي.

سملاسي یې مسولیت چا نه دی اخیستی.

هاخوا په کابل کې د امریکا سفارت په یوه امنیتي خبرتیا کې ویلي چې دوی په کابل ښار کې د څو راکټي بریدونو په تړاو راپورونه ترلاسه کړي وو.

په خبرتیا کې چې د سفارت په ټوېټر خپره شوې راغلي: "د سهار په شااوخوا اتو بجو او پنځه دقیقو د څو راکټي بریدونو راپورونه ور رسیدلي وو."

سفارت زیاته کړې امریکایي اتباع باید د نورو راکټي بریدونو نه ځانونه خوندي وساتي.