د ایران په خوزستان کې لاریونونه ۵مې شپې ته وغځېدل

خوزستان کې لاریونونه

د ایران د خوزستان ولایت په بېلابېلو ښارونو کې د اوبو د کموالي په هدف د خلکو اعتراضونو د پنځمې شپې لپاره هم دوام وکړ.

د ازادې اروپا/ ازادي راډيو د ایران څانګې د ځایي سرچینو په حواله ویلي چې د تېرې شپې اعتراضونو پرمهال ډزې اورېدل شوي او امنیتي ځواکونو هم ښارونو کې حضور درلود.

په مظاهرو کې د لږ تر لږه دوه کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی، خو نا تائید شوي راپورونه بیا وایي چې څلور تنه وژل شوي دي.

د خوزستان ولایت امنیتي مرستیال ولي الله حیاتي بیا ویلي، مظاهرې سوله ییزې وې، خو ځینې کسان د ده په ټکو په لوی لاس غواړي دخلکو ذهنونه ګډوډ کړي.

په خوزستان ولایت کې سږکال ګرمي ډېره ده او خلک یې د اوبو له جدي کمښت سره مخامخ دي.