لوی اختر؛ خوستي ځوانان: که سوله وای، خوشحالي به مو یو په دوه وای

د خوست ځوانان

خوست اوسیدونکي وايي، که د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې وروستیو خبرو اترو مثبته پایله ورکړې وای، نو دا لوی اختر به د ټولو افغانانو لپاره د خوند او خوشحالیو اختر ګرځیدلی وو.

دوی زیاتوي، سوله د افغانانو یوازینۍ هیله ده او بیا يې هم غوښتنه دا ده چې د جګړې دواړه خواوې د اوربند او دایمي سولې یوې هوکړې ته ورسېږي.

خوستوالو یادې څرګندونې د جولای په ۱۹مه د لوی اختر لپاره د تیاریانو په درشل کې ازادي راډیو ته وکړې.

د خوست یو اوسیدونکي فرید وویل: "په دوحه کې چې کومې بین الافغاني خبرې پیل شوې وې، د افغانانو هیله ورڅخه دا وه چې دلته به یو درې میاشتنۍ یا ۶میاشتنۍ اوربند اعلانېږي او هماغه اوربند به پسې اوږدېږي او بالاخره به افغانستان یو تلپاتې سولې ته رسیږي، ولې د خلکو د هیلو خلاف پرېکړه وشوه، په هغه کې د اوربند او اورکم کوم مسایل مطرح نه شول، زموږ هیله دا ده چې دواړه اړخونه په افغانستان کې تلپاتې سولې لپاره صادقانه همکاري وکړي او ترڅنګ يې سیمه ییز او نړیوال هېوادونه هم مثبت رول ولوبوي."

د خوست اوسیدونکي وايي، خلکو لپاره د اخترونو یو مهم پیغام دا هم دی چې د ټولنې وس لرونکي او شتمن کسان له بې وزلو او بې کسو سره مرسته وکړي او هغوی ته خوشالۍ ورپه برخه کړي.

د خوست ښار

مدني فعال شرافت مندوزی وايي: "لوی اختر کې موږ ته په کار دي چې په خپل چم او ګاونډ کې له بې وزلو او بې وسو سره همدردي وکړو، ځکه مسلمان په یو بل باندې حق لري، نو په کار ده چې د یو بل لاسنیوی وکړو، موږ ته په خپل ګاونډ کې مالومېږي چې څوک به د اختر لپاره څه نه لري، وس لرونکي خلک باید بې وسو سره همکاري وکړي، یو به يې ثواب ترلاسه کړی وي او بل به د اړمنو لاسنیوی شوی وي."

په اخترونو کې خلک په ځانګړي ډول ځوانان او ماشومان ځانونو لپاره نوې جامې، څپلې او د اغوستو نور توکي رانیسي.

د خوست اوسیدونکی فریدالله فطرت د خپلو نورو ملګرو سره د اختریزو توکو د پیرلو لپاره ښار ته تللی او غواړي له خپلو ملګرو سره په اختر کې یو بل ځای ته په چکر ولاړ شي او یو خوندور اختر ولري.

دی د جګړې له ښکیلو خواوو غواړي چې له جګړو لاس واخلي، سوله وکړي او خپلو ستونزو ته د خبرو اترو په واسطه حل لارې پيدا کړي.

د خوست یو بل اوسیدونکی عبدالقیوم قیومي هم وايي، په لوی اختر کې يې تفریحي سیمو ته د تګ تابیا کړې ده، ځکه خوست د افغانستان له نسبتاً امن لرونکو ولایتونو څخه دی.

نوموړي وویل، کوم ځای کې چې امن وي، هلته تفریح کېږي، خلک له ژونده خوند اخلي، هغو سیمو ته ځي چې طبیعت يې ښایسته وي، هلته میلې او سوباتونه کوي او اختر په خوشالیو لمانځي.

د خوست اوسیدونکي په ځانګړي ډول ځوانان يې د اختر په شپو ورځو کې یو شمېر تفریحي سیمو له هغې جملې ادممد زیارت، فارم باغ، میلمه کوټ، ځاځي میدان، غلام خان، سټوکنډو او نورو شنو او سړو سیمو ته ځي او هلته میلې، سوباتونه او نور تفریحي او هنري پروګرامونه جوړوي.