د امریکا پوځ ځینې افغان ژباړونکي ویرجینا کې ځای پرځای کوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د امریکا پوځ هغه افغان ژباړونکي چې متحدو ایالاتونو د مهاجرت د ویزو غوښتنه یې کړې، د ویرجینا ایالت په یوه پوځي قرارګاه کې ځای پرځای کوي.

د ولسمشر جو بایډن اداره وايي، شااوخوا دوه نیم زره ژباړونکي چې د امریکا په پوځي ماموریت کې یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې ده او د هغوی د کورنۍ غړي به، د ویزو د تصویب تر وخته په دې کمپونو کې استوګن وي.

د امریکا دفاع وزارت کانګرس ته په یوه مکتوب کې ویلي دي چې په پام کې ده دا افغانان راتلونکې اوونۍ د ویرجینیا په ریچموند کمپ کې ځای پرځای شي.

د امریکا حکومت د روانې میاشتې په لومړی کې اعلان کړی و چې 'د متحدو پناه غوښتونکو د مېشتېدو د عملیاتو په نوم' د امریکا د ویزو د متقاضیانو د ځای پرځای کولو بهیر به ډېر ژر پیل کړي. اټکل کېږي چې د امریکا د مهاجرت د ویزو د متقاضیانو شمېر به شااوخوا شلو زرو ته ورسېږي.