ترکیه: ۱۵۰۰ غیرقانوني کډوال چې ډېری یې افغانان دي نیول شوي

ترکیه کې غیر قانوني کډوال

د ترکیې امنیتي چارواکي وايي، په تېرو لسو ورځو کې یې شااوخوا یو نیم زر تنه غیر قانوني کډوال چې ډېری افغانان دي د ایران سرحد ته نژدې نیولي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت او سیمه ییزو چارواکو ویلي چې دا کډوال د روانې جولای میاشتې له لسمې څخه تر تر اوسه د ایران سرحد ته نژدې په وان ولایت کې نیول شوي او ورسره ۱۱ تنه قاچاقبران چې دا کډوال یې لېږدول هم نیول شوي دي.

د افغانستان، ترکیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په تېره جون میاشت کې په یوه لیدنه کې د کډوالو په مساله کې د درېیو واړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په اړه بحث کړی و.

افغان کډوال اکثر د ایران او وروسته د ترکیې له لارې غواړي چې ځانونه د اروپا شتمنو هېوادونو ته ورسوي.