سبا د لوی اختر لومړۍ ورځ ده

افغانستان کې د اختر لمونځ

سبا سې شنبه د چنګاښ ۲۹مه د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

دا وار اختر داسې وخت برابر شوی چې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې لا هم د کرونا وبا د خپراوي وېره شته.

د حج مراسم وار دمخه د کرونا وبا د خپرېدو په خاطر محدود شوي او یوازې ۳۰ زرو کسانو ته په‌کې د ګډون اجازه ورکړل شوې.

د افغانستان عامې روغتیا چارواکو هم له خلکو غوښتي چې د اختر په مناسبت راشه درشه بنده کړي ځکه وېره‌یې شته چې یو وار بیا د تېر اختر په څېر د کرونا پېښې اوج ته ورسېږي.