د پاکستان کورنیو چارو وزیر څرګندونو ته د افغانستان بهرنیو چارو وزیر غبرګون

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نن له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره په تیلیفوني خبرو کې ویلي چې دا ډول څرګندونې دوه اړخیزې اړیکې او د څېړنو اعتبار ته جدي زیان رسوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په اسلام‌اباد کې د افغان سفیر د لور د قضیې په تړاو د پاکستاني چارواکو څرګندونې غیر مسلکي او له وخت مخکې بللې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد پرون ویلي و چې درې ټکسي‌وانان یې په دې تړاو پوښتلي. هغه وروسته جیو نیوز ته ویلي چې د سفیر لور تښتول شوې نه‌وه، بلکې د ده په خبره د هند استخباراتو هسې شور جوړ کړی و.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نن له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې دا ډول څرګندونې دوه اړخیزې اړیکې او د څېړنو اعتبار ته جدي زیان رسوي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې افغانستان چمتو دی څو د یادې پېښې د څېړنې په برخه کې له پاکستان سره همکاري وکړي او د همدې لپاره یو پلاوی پاکستان ته لېږي چې د هغوی د موندنو په رڼا کې به د افغان سفیر او ډیپلوماتانو د بېرته ورګرځېدو په تړاو پرېکړه وکړي.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سفیر نجیب‌الله علي‌خېل لور سلسله علي‌خېل جمعه له اسلام‌اباده وتښتول شوه او د افغان حکومت په خبره تر څو ساعتونو وروسته په داسې حال کې خوشې شوه چې سخته شکنجه شوې وه.

په اسلام‌اباد کې د افغان سفیر د لور تښتونې او شکنجې افغان حکومت او افغانان په غصه کړي او افغان ولسمشر د دې پېښې په غبرګون خپل سفیر او لوړپوړي ډیپلوماتان له پاکستان ورغوښتي.