بلخ کې د تښتول شوي عبدالرؤف د پلار پر موټر چاودنې درې کسان وژلي

بلخ کې د عبدالرؤف په نوم ماشوم

په بلخ کې یوې مقناطیسي ماین چاودنې درې کسان مړه کړي او درې نور یې تپیان کړي.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل‌شاه عادل ازادي راډیو ته وویل دا ماین د عبدالرؤف په نوم د یوه تښتول شوي ماشوم د پلار محمد نبي په موټر پسې نښلول شوی و.

د پولیسو ویاند زیاته کړه چې پېښه د ښار په ۹مه ناحیه کې شوې.

هغه ووېل چې د موضوع په اړه څېړنې روانې دي او د چاودنې عاملین ناپېژنده وسله‌وال دي.

تر دې دمه کومې ځانګړې ډلې د یادې پېښې مسؤلیت نه‌دی منلی.

محمد نبي چې له ۱۰ میاشتو راهیسې یې ۱۰ کلن ماشوم عبدالرؤف د یرغمل نیوونکو په منګولو کې دی ازادي راډیو ته وویل چې له ډېر وخت راهیسې ګواښونه ورته کېدل.

محمد نبي ټپي دی او د کورنۍ غړي یې د بېګانۍ چاودنې قربانیان دي.

یرغمل نیوونکو د عبدالرؤف د خوشې کولو په بدل کې د دوو ملیونو ډالرو غوښتنه کړې او د هغه د ژغورلو لپاره تر دې دمه حکومتي هڅو نتیجه هم نه‌ده ورکړې.