د تېلو لویو تولیدوونکو هېوادونو د تولید کچې پر لوړولو موافقه وکړه

اوپېک

د تېلو لویو تولیدوونکو هېوادونو موافقه کړې چې د تولید کچه لوړه بوځي.

دې معاملې هغه لانجې پای ته ورسولې چې له امله‌یې د دې میاشتې په پیل کې د تېلو بیه تېرو شپږو کلونو کې لوړې کچې ته ورسېده.

د اوپېک پلس غړو د یکشنبې په ورځ موافقه وکړه چې د راتلونکې میاشتې څخه به هره ورځ د تېلو په تولید باندې څلور لکه بېرله ور زیات کړي.

دغه موافقه د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د شخړو له حلولو وروسته ترلاسه شوه.

د اوپېک پلس غړو هېوادونو چې روسیه هم په‌کې شامله ده پروسږکال د کرونا وبا په خاطر د ورځې ۱۰ ملیون بېرل کم تېل تولید کړل.

د نړۍ د اقتصاد په بیا پرانیستلو سره، د اوپېک پلس هېوادونو خپل ورځني تولید کې ۴،۲ ملیونه بېرله زیاتوالی راوست.