کابل کې یو شمېر افغانانو د پاکستان سفارت مخ ته مظاهره وکړه 

کابل کې مظاهره

نن یکشنبه(د چنګاښ ۲۷مه) په کابل کې یو شمېر افغانانو د پاکستان د سفارت مخې ته مظاهره وشوه.

مظاهره چیانو له افغان دولته وغوښتل چې له پاکستان سره ټول ډیپلوماتیک روابط قطع کړي.

دا مظاهره د جمعې د ورځې د پېښې په تړاو وشوه چې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر لور سلسله علیخېل اختطاف شوه، شکنجه شوه، بې هوشه شوه او بیا څو ساعته وروسته پیدا شوه.

بل لورته د افغانستان د ملي شورا ښځینه غړیو د همدې موضوع په تړاو د پاکستان د ملي اسامبلۍ د ښځینه غړیو په نوم یو لیک واستاوه او له هغوی یې وغوښتل چې دا موضوع د پاکستان په پارلمان او رسنیو کې مطرح کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغان سفیر د لور د اختطاف پېښه ناراحته کوونکې ده، څېړنې به وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دې پېښې په تړاو پرون په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان احضار کړ.