چارواکي: د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې رسنۍ د دوی تبلیغاتي وسایل ګرځیدلي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ویلي، د رسنیو پر وړاندې د طالبانو کړنې نه دي بدلې شوي او غواړي د بیان ازادي انحصار کړي.

محمد قاسم وفایي زاده د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۷مه) په یوه خبري ناسته کې طالبانو ته خبرداری ورکړ چې دې لاره کې به یې هڅې بریالۍ نه وي.

نوموړي وویل: "ځینې غواړي افغانستان په ګواښولو سره په داسې ټولنه بدل کړي چې هر څه د دوی په خوښه وي، خو دا یو خوب او خیال دی، د خلکو پر وړاندې ودرېدل له ماتې پرته بله پایله نه لري، کومې سیمې چې د دوی تر ولکې لاندې دي، زموږ ډېری خبریالان ترې خواره واره شول، دوی د خبریالانو پر وړاندې د محدودیت لاره نیولې. هماغه پخوانی سیاست مخته وړي، له دې ښکاري چې د بیان د ازادۍ پر وړاندې یې سیاست د پخوا په څېر دی."

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر محمد قاسم وفايي زاده

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر وویل، طالبانو تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې رسنۍ یا تړلي یا یې ویجاړې کړي او یا يې په زوره په خپلو لوډسپېکرونو تبدیلي کړي، د بېلګې په توګه کندز کې جیحون، هرات کې د شینډنډ، بغلان کې د پیمان، سمنګانو کې د سیمای صلح او بلخ کې د نوبهار راډیوګانې دي.

ښاغلي وفايي زاده وویل، ۷۱ خبریالان د امنیتي ګواښونو له امله هېواد پرې ایښی او ۵۱ له ولایتونو څخه کابل ته راغلي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا ادعاوې ردوي.

ده ازادي راډیو ته وویل: "کومې رسنۍ چې زموږ د ادارې لاندې سیمو کې وې، ورته مو ویلي چې ازاد فعالیت کولی شئ، خو بې طرفي، هېوادنۍ ګټې او اسلامي ارزښتونه باید مراعت کړي، ځینو رسنیو خپله سانسور پیل کړی او کار کوونکو یې دندې پرېښي، دوی ته بلنه ورکړل شوه. ځینو یې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړل او پر وړاندې یې ګواښ نه شته."

ښاغلي وفايي زاده وویل، ۷۱ خبریالان د امنیتي ګواښونو له امله هېواد پرې ایښی

د خبریالانو پر وړاندې امنیتي ګواښونه څه نوې خبره نه ده، په وروستیو میاشتو کې څو خبریالان په هدفي توګه ووژل شول.

طالبان هڅې کوي چې افغانستان له لرغونو اثارو تش او تاریخي او لرغوني اثار یې له منځه یوسي.

تازه د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د رویټرز خبریال او عکاس د جګړې له ډګره د راپور جوړولو پرمهال ووژل شو.

حکومت تر ډېره ځایه د خبریالانو د وژلو پړه پر طالبانو اچوي، خو طالبان دا ادعا ردوي.

د جګړو په سیمو کې د تاریخي اثار ویجاړول او چورول بله اندېښنه ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ورته اشاره وکړه.

وفايي زاده وویل، طالبان او مافیايي ډلې هڅې کوي چې افغانستان له لرغونو اثارو تش او تاریخي او لرغوني اثار یې له منځه یوسي.

خو د طالبانو ویاند وویل، د لرغونو اثارو د خوندیتوب لپاره له ځینو بنسټونو سره په اړیکو کې دي چې د ویجاړېدو مخه یې ونیول شي.