دوحه کې د افغان سولې په پار غونډه؛ نن یې ګډه اعلامیه خپریږي

دوحه کې د سولې خبرې

تمه ده چې نن یکشنبه (د چنګاښ ۲۷مه) د افغانستان د دولت او طالبانو له لوري په قطر کې د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې ګډه اعلامیه خپره شي.

په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د دولت د پلاوي مشري د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کوي او د طالبانو د پلاوي مشر د دوی د قطر د سیاسي دفتر مشر ملا برادر دی.

د سولې په چارو کې د دولت د وزارت ویاندې ناجیې انوري ازادي راډیو ته د دې خبرو د اجنډا په اړه وویل: "د هغو موضوعاتو په اړه له مقابل لوري سره خبرې کېږي چې څرنګه کیدای شي په دې بهیر کې پرمختګ وشي، دا څرګنده شي چې ستونزې څه دي او څه مېکانېزم شته چې دا هڅې ګړندۍ شي."

اغلې انوري زیاته کړه چې د دې خبرو په پای کې به چې پرون پیل شوې دي نن یوه مشترکه اعلامیه خپره شي.

دا خبره په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم ازادي راډیو ته تایید کړه، خو ویې ویل چې په دې اړه د اوس لپاره جزییات له رسنیو سره نه شي شریکولی.