د پاکستان د اسامبلۍ ښځینه غړیو ته د افغان ملي شورا د ښځینه غړیو لیک

د پاکستان ملي اسامبلۍ

د افغانستان د ملي شورا ښځینه غړیو په یوه بیان کې چې د پاکستان د ملي اسامبلۍ د ښځینه غړیو په نوم یې استولی دی لیکلي دي، د پاکستان د پارلمان ښځینه غړې به هغه څه موږ ته نه غواړي چې ځان ته یې غواړي.

دا بیان په اسلام اباد کې د جمعې د ورځې د پېښې په تړاو استول شوی دی چې د افغانستان د سفیر لور سلسله علیخیل اختطاف شوه، شکنجه شوه، بې هوښه شوه او بیا څو ساعته وروسته پیدا شوه.

په لیک کې د پاکستان د پارلمان له ښځینه غړیو غوښتل شوي دي چې دا موضوع د پاکستان په پارلمان کې یاده کړي او په رسنیو کې یې مطرح کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د دې ناراحته کوونکې پېښې څېړنه کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دې پېښې په تړاو پرون په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان احضار کړ.