چارواکي:۷ ولایتونو کې د زعفرانو د پروسس ۳۸ مرکزونه جوړیږي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، روان کال په ۷ ولایتونو کې د زعفرانو د پروسس ۳۸ مرکزونه جوړېږي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن یکشنبه ( د چنګاښ په ۲۸مه) ازادي راډيو ته وویل، چې د زعفرانو د پروسس دغه مرکزونه په هرات، غزني، سرپل، کندز، بلخ، فاریاب او دایکنډي ولایتونو کې په نوې او عصري بڼه جوړېږي چې د روان کال تر پایه به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د ښاغلي رستمي په خبره د دغو مرکزونو له جوړولو موخه، د زعفرانو د کرکېلې پراختیا، د زعفرانو کښت ته د بزګرانو هڅول او په کور دننه د نړیوالو مارکېتونو له غوښتنو سره سم د زعفرانو پروسس او صادرول ګڼل کېږي.

د افغانستان زعفران روان کال هم د کیفیت له پلوه د نړۍ د غوره زعفرانو مقام خپل کړ.