د اختر په درشل کې؛ کونړ کې جګړه ځپلي کډوال: لوڅې پښې له کورونو راووتو

ارشیف، یو شمېر بې ځایه شوي کډوال

د کونړ ولایت په غازي اباد او اسمار ولسوالیو کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړو له امله له زرو زیاتې کورنۍ راکډه شوي، له دوی ډک کورونه پاتې او یوازې خپل سرونه يې امن سېمو ته اېستلي او په وینا یې په بدو حالاتو کې پرې لوی اختر راغی.

د اسمار ولسوالۍ د شال شنګر اوسیدونکې ۴۸ کلنه مریم سالارزۍ وايي، د جګړو له امله یې خپل کور پرې ايښی او لوڅې پښې مرکز اسعداباد ته د خپلې ۱۴ کسيزې کورنۍ سره را کډه شوې.

د مېرمن سالارزۍ په خبره خپل کور کلي کې يې ځمکه، کور او نورې اسانتیاوې لرلې، خو جګړو ترې هغه ټول پاتې کړل:"کورونه مو پر هاوانونو وویشتل شول. ډک ډک کورونه، څاروي او چرګان مو همداسې پاتې شول، لوڅې پښې او یوه جوړه جامو کې مرکز ته راغلو. زړه مې ډېر خپه دی چې اختر به شو جامې به مو اخیستلې، د قربانۍ غم به مو کولو او د کور صفايي فکر به راسره و. اوس خو په یوه کرایه کوټه کې اوسېږو اختر او برات مو نه دی معلوم."

دا یوازې مریم سالارزۍ نه ده چې جګړو ترې کور، کلی او ټوله شتمنې پاتې کړې، بلکې د هغې په څېر سلګونه کورنۍ شته چې ترې ډک کورونه پاتې او اوس به په سپېرو او ګرمو خاورو کې اختر تیروي.

۵۵ کلن محمد ابراهیم د اسمار له چپه کو راکډه شوی وايي: "اختر خو د هغه چا وي چې روغ زړه ولري. پر موږ خو داسې وخت کې اختر راغی چې ټول غمونه او دردونه دي، له پخوا نه موږ ته یوه خبره پاتې ده چې ویل به يې خلک په اختر کې پر نکرېزو لاسونه سره کوي، خو موږ يې په وينو. بس ټول غم درد او هر ساعت وېره ده."

دوی د مرستې غوښتنې ترڅنګ هيله لري چې جنګ بند شي، تل پاتې سوله راشي، د خلکو پر مخ تړل شوې لارې پرانېستل شي او دوی بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي.

په کونړ کې چارواکي بیا وایي، د اسمار او ناړۍ ترمنځ د لارې خلاصولو لپاره يې عملیات پیل کړي او کوښښ کوي چې نږدې ورځو کې له یادې لارې ماینونه او نورې موانع لېرې کړي.

د دوی په خبره، کوم کسان چې بې کوره شوي هغوی سره يې د مرستو لړۍ هم پيل کړې ده.

د کونړ والي محمد اقبال سعید

د کونړ والي محمد اقبال سعید ازادي راډیو ته وویل: "هغه سیمې چې هلته سروې ترسره شوې، هلته به انشاءالله چې ټولو سره د خوراکي او نورو اړینو موادو مرستې کېږي. موږ غواړو د غذايي مصونیت لپاره کار وکړو، څو د فقر د کچې راتېټولو کې له موږ سره مرسته وکړې."

په کونړ کې چارواکي وايي، تېر یوه میاشت کې په اسمار او غازي اباد کې د جګړو او لارې بندېدو له امله شااوخوا یو نیم زر کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د جګړو زیاتېدو سره هره ورځ په لسګونو کورنۍ خپل کورونه پريږدي او نورو سېمو ته کډوالېږي.