غني: بګرام اډه کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت تجهیزات پاتې دي

د بګرام هوايي اډه

د افغانستان ولسمشر وایي، بګرام هوایي اډه کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت امکانات او تجهیزات پاتې دي.

محمد اشرف غني پرون د کابینې غونډې ته وویل، یوازې د دې اډې سل بستریز روغتون دومره وسایل لري چې سیمه کې ممکن بې ساری وي.

نوموړي ټینګار وکړ چې حکومت یې اوس د دې اډې د راتلونکو اقتصادي او ټولنیزو ګټو لپاره طرحې جوړوي: "دا میدان درې میلیارده ډالره ارزښت لري، درې میلیارده ډالرې پانګونه پرې شوې ده، د زېرمو او نورو اړخو له مخې ممکن د میدان دننه لسګونه میلیارده ډالره پانګونه شوې وي. اوس دا میدان په مطلق ډول د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په کنټرول کې دی."

بګرام د کابل په شمال کې د امریکایي او ناټو ځواکونو تر ټولو ستره اډه وه، خو دا ځواکونه له نژدې شل کلن حضور وروسته څه باندې دوه اونۍ مخکې په بشپړ ډول ترې ووتل.