پاکستان کې د افغان سفیر تښتول شوې لور له شکنجه کېدو وروسته خوشې شوه

پاکستان کې د افغانستان سفیر نجیب الله عليخیل

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په پاکستان کې د افغانستان د سفیر لور چې اختطاف شوې او شکنجه شوې ده، بېرته خوشې کړای شوه.

دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې وویل، د نجیب الله علیخېل لور سلسله علیخېل پرون د چنګاښ/ سرطان پر ۲۵مه په اسلام اباد کې کور ته د ستنېدو پر مهال وتښتول شوه او د اختطاف پر مهال شکنجه شوې ده.

اعلامیه وايي، د سفیر لور سلسله له اختطافچیانو تر خوشې کېدو وروسته اوس په روغتون کې بستر ده.

وزارت په پاکستان کې د افغان ډیپلوماتانو د امنیت او خوندیتوب په اړه اندېښنه ښوولې ده.

د بهرنیو چارو وزارت له پاکستانه غوښتنه کړې چې د دې پېښې عاملین وپېژني او مجازات کړي.

د پاکستان حکومت د دې موضوع په باب تبصره نه ده کړې او معلومه نه ده چې د افغان سفیر لور دقیقا چا تښتولې وه؟