د ایران په جنوب کې اعتراضونه؛ یو تن په ډزو وژل شوی

ایران کې پیل شوي اعتراضونه

د ایران په جنوب کې د اوبو د کموالي له کبله د پیل شوېو اعتراضونو پرمهال یو کس په ډزو وژل شوی دی.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا نن د شادګان ښار د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړی چې ادعا کوي دغه مظاهره کوونکی د نورو مظاهره چیانو په هوايي ډزو مړ شوی دی.

خوزستان ولایت له داسې وچکالۍ سره لاس او ګرېوان دی چې تېرو ۵۰ کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی او دغه ولایت په وروستیو ورځو کې د مظاهرو په صحنو بدل شوی دی.

په خوزستان کې کرنه او مالداري سخته زیانمنه او د برښنا پرچاوي عامه شوې ده.

د ټولنیزو شبکو په تصاویرو کې ښکاري چې مظاهره چیان د سړکونو د تړل کېدو لپاره اورونه بلوي او امنیتي ځواکونه یې د تیت و پرک کولو هڅه کوي.

ځینې مظاهره چیان د ایران د اسلامي جمهوریت او رهب ایت الله علي خامنه اي پرضد شعارونه ورکوي.