اروپا کې سیلابونه؛ د تلفاتو شمېر له ۱۳۰ واوښت

جرمني کې راوتلي سیلابونو ۱۰۸ تنه وژلي.

په اروپا کې د سیلابونو د تلفاتو شمېر تر یو سل او دیرشو واوښت.

د جرمني په یو شمېر ښارونو کې د هغو کسانو د ژغورنې هڅې روانې دي چې په ړنګو شوېو کورونو کې بند پاتې دي.

د جرمني په لویدیځو سیمو کې چارواکي اندېښمن دي چې نور جسدونه به هم تر لاسه کړي.

د هغو څلورو هېوادونو په ډله کې چې تېره اوونۍ سیلابونه په کې وبهېدل، تر ټولو په جرمني کې ډېر کسان وژل شوي، په دې هېواد کې تراوسه د قربانیانو شمېر یو سل او اتو ته رسیدلی دی.

سیلابونو د جرمني نژدې شل ښارونه او سیمې او د بلجیم ځیني برخې لږ ډېرې ځپلې دي.

دې سیلابونو لارې خرابې کړي، انټرنیټ او ټیلیفون یې قطع کړی چې له دې امله د تري تم شوېو کسانو د موندلو هڅې ګرانه شوي دي.

د ژغورنې عمله هڅې کوي چې د بیړیو او هیلکوپټرو له لارې دغو سیمو ته ورسېږي او د مخابرو له لارې اړیکې ټینګې کړي.