افغانستان کې د راپور ورکولو پرمهال د خبریالانو د خوندیتوب غوښتنې

د کندهار ولایت په سپین بولدک کې د رویټرز خبري اژانس وژل شوی عکاس دانش صدیقي

د کندهار ولایت په سپین بولدک کې د رویټرز خبري اژانس د یوه عکاس له وژل کېدو وروسته د بښنې نړیوال سازمان او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په افغانستان کې د راپور ورکولو پرمهال د خبریالانو د خوندیتوب غوښتنه کړې.

دانش صدیقي چې د هند وګړی و او د رویټرز خبري اژانس لپاره یې کار کاوه، د جمعې په ورځ د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه کې ووژل شو.

د بښنې نړیوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه، د دې سازمان د جنوبي اسیا د څانګې د سیمه ییزې کمپاینرې سمیرا حمیدي له قوله لیکلي دي چې نوموړې وايي، صدیقي یو زړور فوټو ژورنالیست او د هغو تصویرونو په خاطر نامتو و چې د نړۍ په کچه د تر ټولو ناوړه بشري بحرانونو پېښې یې په کې خوندي کړې وې.

مېرمن حمیدي ویلي، د بیان د ازادۍ د اساسي حقونو او د موثقو معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي د یقیني کولو لپاره چارواکي باید د هغو مسلکي خبریالانو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات وکړي چې د جګړو سیمو ته استول کېږي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې چې مرکز یې په امریکا کې دی د افغانستان له چارواکو غوښتي چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره له خپل ټول قوته کار واخلي.

دې کمیټې د رویټرز د فوټو ژورنالیست دانش صدیقي د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه د سمدستي بې پرې تحقیقاتو غوښتنه کړې.

ولسمشر اشرف غني هم تېره شپه د دانش صدیقي د وژل کېدو له کبله په یو پیغام کې د بیان د ازادۍ او د آزادو رسنیو او خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې د حکومت پر ژمنه یوځل ټینګار کړی.