غني: څه باندې ۱۰ زره پاکستاني او د نورو هېوادونو جنګیالیو افغانستان ته مخه کړې

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر وايي، د استخباراتي اطلاعاتو له مخې په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۱۰ زره پاکستاني او د نورو هېوادونو جګړه‌مارو افغانستان ته مخه کړې ده.

محمد اشرف غني نن د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د روان کنفرانس په دوهمه ورځ وویل، د معتبرو اسنادو له مخې طالبانو له ترورېستي شبکو سره خپل ارتباطات نه‌دي پرې کړي.

ښاغلی غني زیاتوي: "استخباراتي اټکلونه ښيي چې په تېره یوه میاشت کې شااوخوا ۱۰ زره افراطي جنګیاليو له پاکستان او نورو هېوادونو افغانستان ته مخه کړې ده. ځیني نړیوال ترورېستي سازمانونه د دوی ملاتړ کوي."

ولسمشر غني نن د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم وکتل او ویې‌ویل چې پاکستان پر طالبانو له خپل نفوذ څخه په استفاده لا هم دغه ډله جدي مذاکرو ته نه‌ده حاضره کړې.

عمران خان په خپله وینا کې وویل، اسلام‌اباد به تر وسه وسه مذاکرو ته د طالبانو په هڅولو کې همکاري وکړي.