د صالح دفتر: د پاکستان د وروستي خبرداري په اړه شواهد دفاع وزارت ته سپارل شوي

د افغانستان جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح

د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر وايي، د افغانستان دولت ته د پاکستان د هوايي ځواک د خبرداري اسناد او شواهد له دفاع وزارت سره شریک شوي دي.

د امرالله صالح دفتر د مطبوعاتو او عامه اړيکو رئیس رضوان مراد نن ازادي راډیو ته وویل، دغه اسناد د درېیو الوتکو د حملې په باب دي.

ښاغلی مراد وايي: "د افغانستان هوايي ځواک ته چې درېیو سوپر ټوکانو الوتکو یې غوښتل په سپین بولدک ولسوالۍ کې پر طالبانو او پاکستاني جنګیالیو حمله وکړي، د پاکستان د هوايي ځواک خبرداری مستند دی. دغه غږ او ثبت شوي پیغامونه شته."

نن تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د امرالله صالح د ادعا په ځواب کې ویلي چې د پاکستان هوايي ځواک هېڅکله د افغانستان له هوايي ځواک سره تماس نه‌دی نیولی او څه‌یې نه‌دي ورته ویلي.

په اعلامیه کې د دغه وزارت ویاند حفیظ چوهدري ویلي، پاکستان د خپلو خلکو او ځواکونو د خوندیتوب لپاره په خپله خاوره کې اقدامات کړي دي.

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح پرون په خپله فېس‌بوک پاڼه کې لیکلي چې پاکستاني ځواکونو په رسمي ډول د افغانستان هوايي ځواک ته خبرداری ورکړی چې په سپین بولدک کې د طالبانو د ځپلو لپاره هر اقدام به د پاکستان د هوايي ځواک له ځواب سره مخامخ شي.