د روېټرز خبري اژانس خبریال دانش صدیقي په سپین بولدک کې ووژل شو

د روېټرز خبري اژانس خبریال دانش صدیقي

روېټرز خبري اژانس په کندهار کې د خپل یوه فوټو ژورنالېست د وژل کېدو خبر تأیید کړ.

دغه خبریال په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د روانې جګړې په اړه د راپور ورکولو لپاره هلته تللی و.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي ازادي رادیو ته وویل، دغه فوټو ژورنالېست د دندې پر مهال وژل شوی دی.

ښاغلی احمدي زیاتوي: "د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په چوک کې د روېټرز خبري اژانس د کابل یو کارکوونکی چې کندهار ته د خبري پوښښ په هدف راغلی و، سهار ۸ بجې هلته د وسله‌والو مخالفانو له‌خوا شهید کړای شوی دی."

د روېټرز اژانس رئیس مایکل فرایډنبرګ په کندهار له چارواکو د دې پېښې په اړه سم د لاسه د نورو توضېحاتو غوښتنه کړې ده.

صدیقي د روېټرز د فوټوګرافۍ ډلې له غړو و چې په ۲۰۱۸م کال کې یې د پولیتځر جایزه هم ګټلې وه.