د بدخشان چارواکي: شهدا ولسوالۍ کې هوايي حملې طالبان او ملکيان ووژل

د افغانستان په عمومي نقشه کې بدخشان ولایت

د بدخشان ولایت چارواکي وايي، په شهدا ولسوالۍ کې د هوايي ځواک په حمله کې وسله‌وال طالبان او ملکيان وژل شوي دي.

د شهدا ولسوال شېخ حمید الدین مفکر ازادي راډیو ته وویل، دغه حمله پرون ماښام شوې ده: "د طالبانو د راټولېدو پر ساحه بمباري شوې چې په نتیجه کې یې ۱۳ طالب جنګیالي وژل شوي او ګڼ کسان‌یې ټپیان دي. په دې پېښه کې ملکیانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې، له بده مرغه بمب په بازار کې د خلکو پر دکانونو لګېدلی چې په ټوله کې ۸ تنه ملکیان وژل شوي دي."

خو د شهدا ولسوالۍ اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي، په پېښه کې ۱۵ ملکیان وژل شوي او تر ۵۰ زیات دکانونه په بشپړ ډول تخریب شوي دي.

د وسله‌والو طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې چې په پېښه کې د دوی وسله‌والو ته زیان نه‌دی اوښتی.