پاکستان افغان دولت ته د خبرداري په اړه د امرالله صالح وروستۍ څرګندونې رد کړې

د پاکستان بیرغ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د جمهور رئیس د لومړي مرستیال امرالله صالح وروستۍ څرګندونې چې ګواکې د پاکستان هوايي ځواک افغان دولت ته خبرداری ورکړ، رد کړي.

امرالله صالح پرون ویلي و چې د پاکستان هوايي ځواک او اردو د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د دروازې د بیانیول کېدو د هڅې په تړاو افغان دولت ته خبرداری ورکړی.

د ښاغلي صالح د دې ادعاوو په غبرګون د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن ویلي چې د پاکستان هوايي ځواک کله هم له افغان هوايي ځواک سره اړیکه نه‌ده نیولې او نه‌یې هغوی ته څه ویلي.

د وزارت د ویاند حفیظ چوهدري په حواله په بیان کې زیاته شوې چې پاکستان په خپله خاوره کې د خلکو او عسکرو د ساتلو لپاره اړین اقدامات کړي دي.

خو د افغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح له ځینو رسنیو له هغې ډلې امریکا غږ سره د ثبوت په توګه د پاکستان هوايي ځواکونو او پوځیانو ته منسوب ځیني پیغامونه چې په‌کې افغان پوځ ته د ګواښ یادونه شوې، شریک کړي دي.