صالح: پاکستان د سپین بولدک دروازې بیانیولو په تړاو افغان دولت ته خبرداری ورکړی

د افغانستان جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح

د افغانستان جمهوري ریاست لومړی مرستیال وايي، د پاکستان هوايي ځواک او اردو د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د دروازې د بیا نیول کېدو د هڅې په تړاو افغان دولت ته خبرداری ورکړی دی.

امر الله صالح تېره شپه په خپله فېس‌بوک پاڼه ادعا کړې چې د پاکستان هوايي ځواک، دا مهال د وسله‌والو طالبانو د ملاتړ لپاره لاس په کار شوی دی.

ښاغلي صالح په جلا ټویټ کې لیکلي چې په دې اړه اسناد او شواهد هم له ځینو رسنیو سره شریک کړای شوي دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال له خلکو غوښتنه کړې چې د افغانستان د عزت د خوندیتوب لپاره سره یوموټي شي.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان نورو چارواکو هم پاکستان د طالبانو په مستقیم ملاتړ تورن کړی او د پاکستان په خاوره کې دننه‌یې د طالبانو د ډلو د تنظیم وېډیوګانې شریکې کړې دي.

هم وسله‌والو طالبانو، هم د پاکستان چارواکو په دې اړه تازه څرګندونې نه‌دي کړي.